په تخار ولایت کې دوه ژورنالېستان د وسلهوالو کسانو لهخوا وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، شفیق اریا او رحیمالله چې عمرونهیې د شل کلنۍ په شااوخوا کې ګڼل شوي او د «همصدا» په نوم د یوې راډیو د خپرونو وړاندې کوونکي وو، د سې شنبې په ماښام په تالقان ښار کې د خپل کار په دفتر کې د وسلهوالو په ډزو وژل شوي دي.
د «همصدا» د سیمهییزې راډیو مشرې سیمین حسیني ویلي، دوی نهپوهېږي چې په یو وخت د دې دوو خبریالانو د وژلو انګېزه څه وه.
د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي، بریدګر وسلهوال د پېښې له ځایه تښتېدلي او پولیسیې په لټه او د پېښې په څېړنه بوخت دي.
په عین حال کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی له حکومته غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي.
په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې چې یوه میاشت او څو ورځې یې تېرې شوي، تر اوسه پهدې هېواد کې درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.