افغان ولسمشر له مایک پامپیو سره پر انتخاباتو او سولې غږېدلی

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د سولې پر پروسې او د ولسمشرۍ پر انتخاباتو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه د پامپیو له خولې وايي، ابهامات عموماً اوازې رامنځته کوي، خو داسې اوازې د عملي کارونو ځای نه‌شي نیولی.

د ارګ خبرپاڼې نه‌دي ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هدف په کومه برخه کې ابهامات وو، ځکه په تېرو څو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د ترینګلتیا اوازې خپرې شوې دي.

د ارګ خبرپاڼې زیاته کړې، مایک پامپیو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ټینګې دي او په افغانستان کې د پایدارې سولې تر ټینګښت پورې به له افغانستان سره د امریکا پوځي همکارۍ دوام وکړي.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.

ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دا خبرې په داسې ورځ کوي چې په مسکو کې یو شمېر افغان سیاستوالو پرون له طالب استازو سره په یوه غونډه کې خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې دا غونډه به نن هم دوام وکړي.