د یو شمېر افغان سیاستوالو او د طالبانو د یوه پلاوي دوه ورځنۍ غونډې ته یو شمېر لوېدیځو چاپي خپرونو پاملرنه کړې ده.
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې له طالبانو سره د لسګونه افغان سیاستوالو ناسته د پام وړ بللې ده او دې تهیې اشاره کړې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر دې غونډې سخت انتقاد کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، په داسې وخت کې چې طالبان د افغانستان د حکومت له چارواکو پرته له نورو سره خبرو ته چمتو شوي دي، افغان حکومت د مسکو غونډه تر سؤال لاندې راوستې ده.
- واشنګتن پُسټ
بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګتن پُسټ بیا د دې غونډې په اړه لیکلي دي چې د افغانستان د حکومت نهحضور د ولسمشر غني واکمنۍ ته یوه ضربه ده.
د افغانستان حکومت ویلي دي چې دا غونډه نه د افغانستان د امنیت لپاره ګته کوي او نه هم دا د سولې سمه هڅه ده.
واشنګټن پُسټ بیا لیکي، کابل، مسکو تورنوي چې پر هغه ژمنې یې عمل نهدی کړی چې ویلي یې و، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د مخامخ خبرو لپاره اسانتیاوې برابروي.
- ډېلي مېل
ډېلي مېل خپرونې بیا د سولې د هڅو په ارتباط د افغان مېرمنو اندېښنو ته اشاره کړې ده.
د افغان ښځو له حقونو څخه باید د یوې سیاسي وسیلې په توګه استفاده ونهشي.
دا ورځپاڼه لیکي چې هغو ښځو چې د طالبانو د رژیم په وخت د طالبانو تر سختو قیوداتو لاندې ژوند کړی دی، له افغان سیاستوالو غوښتي چې په مسکو کې له طالبانو سره د خبرو پر مهال دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د ښځو ترلاسه کړي حقوق تر پښو لاندې نهشي.
ډېلي مېل د افغان ښځو د شبکې په وینا لیکي چې له طالبانو سره د معاملې په ترڅ کې باید د دوی له حقونو څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه استفاده ونهشي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي، طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته نه پرې ښودې، له کارهیې ګرځولې وې او د هغوی شخصي ازادۍ یې تر پښو لاندې کړې وې.
ډېلي مېل د افغان ښځو د شبکې د یوه همغږه کوونکي روشان مشعل په وینا لیکلي دي چې وایي، که طالبان بیا راوګرځي او پر ښځو محدودیتونه وضع کړي دوی بهیې ونهمني.