"پي ټي اېم" په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې لاریونونه کوي

په پاکستان کې د ارمان لوڼي د وژنې په ضد د لاریون یو انځور

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې د ارمان لوڼي د وژل کېدو پر ضد اعتراضیه لاریونونه کوي.

د دوی پلويان په بلوچستان، پېښور، اسلام‌اباد، لاهور، ملتان، کراچۍ، سوات، دېره اسماعیل خان، کابل، مزار شريف، خوست، کونړ، پکتيا، جلال‌اباد او د هالند، جاپان، جرمني، سويډن او امريکا په ځينو ښارونو کې اعتراضيه غونډې جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د دوی يو مشر ارمان لوڼی پولیسو د فبرورۍ په دوهمه نېټه په وهلو ټکولو وواژه.

بله خوا د هغه مور بخت بي بي پرون ماښام ازادي راډیو ته وويل چې د پاکستان له حکومته غواړي چې د زوی قاتلين دې یې مجازات شي.

هغې زياته کړه چې زوی يې د پښتنو لپاره حق غوښت نو پوليسو بايد ورباندې تشدد نه‌وی کړی.

په همدې حال کې پرون د بلوچستان د کورنيو چارو اعلی وزير مير ضياالله لانګو په کوټه ښار کې خبريالانو ته وويل چې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه پلټنې روانې دي او هر څوک چې مجرم وپېژندل شي، مجازات به شي.