د افغانستان د سولې په اړه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيلېږي.
ټاکل شوې ده یو شمېر افغان سياستوال د قطر له دفتره د طالبانو له استازو سره په دې غونډه کې خبرې وکړي.
افغان حکومت پهدې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې، ځکه د راپور له مخې له طالب استازو سره د مخامخ خبرو زمينه نهوه برابره.
په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال ازادي راډيو ته وويل، هغه خبرې ردوي چې ګواکې د دې غونډې په جوړېدو سره افغان حکومت منزوي شوی دی.
زه په ډاګه ویلی شم چې د افغان حکومت منزوي کېدل، افغانستان ته سوله نهشي راوستلی، نو په راتلونکو غونډو کې به افغان حکومت ګډون کوي.
پرته له افغان حکومته سوله راتلونکې نهده.
د ښاغلي جلال په وينا، د دې غونډې د جوړېدو لپاره تخنيکي او فني مرسته د روسیې د بهرنيو چارو وزارت کړې ده.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو احتمالي نوماند حنیف اتمر، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغنديوال او ګڼ نور سیاستوال په دې غونډه کې ګډون کوي.