مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه پیلېږي

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال

نن د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه پیلېږي.

په‌دې غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یوه ډله افغان سیاستوال د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې کوي.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل، دا غونډه به د افغان سولې لپاره مثبته تمامه شي.

صفي‌الله ستانکزي له ښاغلي جلال سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه