رستمي: په روان لمریز کال کې ۱۶ مټریک ټنه رعفران تولید شوي

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې ۱۶ متریک ټنه رعفران تولید شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې ۹۰ سلنه تولید شوي زعفران به نورو هېوادونو ته صادر شي.

ښاغلی رستمي وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د زعفرانو د تولید، پروسس او صاداراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د نوموړي په خبره، په ۹۷م کال کې د ۹۶م کال په پرتله د زعفرانو په کر کې سل سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په‌دغه هېواد کې د زعفرانو د پروسس څو مرکزونه جوړ کړي.