د نیمې نړۍ دا خپرونه، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر ونډې، د هغوی په اساسي حقونو او ۱۸ کلنو لاسته راوړنو راڅرخي.
یو شمېر ښځې اندېښنه لري چې له طالبانو سره تر سولې وروسته، یو ځل بیا ښځې د کور په دېوالونو کې ایسارې نهشي او ۱۸ کلنې هڅې او لاسته راوړنې یې لهمنځه لاړې نهشي.
- د سولې په روانو مذاکراتو کې ښځې څومره ونډه لري؟
- ایا تر اوسه پورې، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر حقونو بحث شوی؟
- له طالبانو سره د سولې وروسته به، ایا ښځې تعلیم او کار وکولای شي؟
- روانې جګړې ښځو ته څومره زیان رسولی او له افغان حکومت او طالبانو یې غوښتنه څه ده؟
دا پوښتنې به مو په دې خپرونه کې ځواب شي.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
جوړوونکې : فرشته غني