د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څو اروپایي هېوادونو لهخوا د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه د خوان ګوایدو په رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ.
مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د اروپایي ټولنې د نورو هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د خوان ګوایدو په رسمیت پېژندلو سره د ونزوئلا د خلکو ملاتړ وکړي.
فرانسه، جرمني، بریتانیا، اتریش، ډنمارک، لاتویا، لېتوانیا، اسپانیا، سویډن، چک جمهوریت او هالنډ هغه هېوادونه دي چې خوان ګوایدو یې د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژانده.
یو شمېر اروپایي هېوادونو وروسته له هغه په ګډه دا اقدام وکړ چې د نویو انتخاباتو تر سره کېدو لپارهیې د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو ته اته ورځنی ضربالاجل پای ته ورسېد.
د ونزوئلا د حکومت سیاسي مخالفین چې د ګوایدو پلویان دي، د دغه هېواد د ۲۰۱۸ میلادي کال ولسمشرۍ انتخابات له درغلیو ډک بولي.
دوی شااوخوا ۲۰ ورځې دمخه د ونزوئلا د ولسمشر په توګه د نیکلاس مادورو د بیا انتخابېدو په اعتراض کې مظاهرې پیل کړې.
معترضان له واکه د مادورو د لیرې کېدو غوښتنه کوي، خو مادورو ځان د دې هېواد قانوني ولسمشر ګڼي.
خوان ګوایدو تېره میاشت ځان د دغه هېواد د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړ.