د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر نورو هېوادونو غږ کړی چې په سوریه کې د امریکا د کُردي متحدینو لهخوا خپل نیول شوي اتباع بېرته خپلو هېوادونو تر وروغواړي او پوښتنې ترې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو په یوې اعلامیه کې ویلي چې د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو په ښکاره ژمنه ښودلې چې دغه کسانیې په خوندي او انساني ډول ساتلي دي.
د سوریې ډموکراتیک ځواکونو څه باندې ۹۰۰ بهرني کسان چې سوریې ته د اسلامي دولت ډلې تر څنګ د جګړې لپاره تللي وو، نیولي دي.
دوی دغهراز د داعش وسلهوالو د کورنیو څه باندې ۴۰۰۰ غړي نیولي دي.
تر اوسه لږ شمېر هېوادونو د خپلو اتباعو د بېرته ورغوښتلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.