د پنټاګون یو تازه راپور خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت تُندلاره ډله کېدای شي له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې بېرته سوریې ته مخه کړي او ځینې سیمې بیا ونیسي.
دغه راپور چې د فبرورۍ په ۴مه د دفاع وزارت د سرمفتش لهخوا خپور شو، خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت ډله په پرلهپسې ډول هره میاشت لسګونه بهرني غړي د سوریې او عراق لپاره خپلو لیکو ته جذبوي او د بهرنیو مرستو جریانیې ساتلی دی.
دغه راپور زیاتوي داعش وسلهوال تر سوریې په عراق کې په چټکۍ سره خپل فعالیتونه او وړتیاوې بیا راټولوي.
د امریکا د دفاع وزارت سرمفتش وایي، په دواړو هېوادونو کې سیمهییز ځواکونه د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف ملاتړ ته سخته اړتیا لري.
ولسمشر ټرمپ تیره میاشت له سوریې څخه د خپلو ۲۰۰۰ ځواکونو د ایستلو په اعلان سره د امریکا قانون جوړونکي او نور نړیوال متحدین حیران کړل.