د اتو طالبانو په ګډون ۲۱ تنه په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د تېر کال د برید په تړاو په زندان محکوم شول.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل چې ۸ طالبان د دې برید د پلانولو له کبله هر یو له ۲۰ تر ۳۰ کلونو زندان محکوم شول.
د نوموړي په خبره د کابل-بلخ امنیتي شرکت ۱۳ کارکوونکي هم چې د هغه برید پر مهالیې د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت مسؤلیت درلود، د وظیفوي غفلت له کبله له ۲ تر پنځو کلونو زندان محکوم شول.
دی زیاتوي:
"زموږ همکاران وتوانېدل د دې کار اصلي طراح وپېژني. د افغانستان له یوه ولایته نیول شوې ډلې د طالبانو غړي وو او دا اته کسه د طالبانو د ډلې د غړیتوب، هوټل ته د برید کوونکو د انتقال او د چاودېدونکو توکو د برابرولو په تور په جزا محکوم شول."
د تېر کال د سلواغې میاشتې په برید کې چې وسلهوالو کسانو پر انټرکانټیننټال هوټل وکړ، ۲۲ تنه ووژل شول.
پهدې پېښه کې د ۱۴ بهرنیو اتباعو وژنه تأیید شوې وه.