ځينو اروپایي هېوادونو د ونزوئلا موقت حکومت په رسمیت وپېژانده

د ونزوئلا موقت ولسمشر خوان ګوایدو

د اروپايي ټولنې یوې ډلې مهمو هېوادونو د ونزوئلا د ولسمشر په توګه د خوان ګوایدو په رسمیت پېژندو سره، پر ولسمشر نیکلاس مادورو فشارونه زیات کړي چې له واک لاس واخلي.

د اروپايي ټولنې په دې غړو هېوادونو کې اتریش، بریتانیا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، لاتویا، لیتوانیا، هالند او سویډن شامل دي.

فرانسې ویلي، خوان ګوایدو حق لري، څو په ونزوئلا کې انتخابات ترسره کړي، خو نیکلاس مادورو په خپل هېواد کې د انتخاباتو دایرول رد کړي او ځان‌یې د ونزوئلا ولسمشر بللی دی.

د اروپايي هېوادونو دا ډله په ونزوئلا کې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د ټاکل شوي اته ورځني مهلت له پای ته رسېدو دا منظم اقدام کوي.

۳۵ کلن خوان ګوایدو په ونزوئلا کې د اپوزېسيون مشر او د دې هېواد د ملي اسامبلۍ رئیس د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په داسې حال کې چې سلګونه زره کسانو په ټوله ونزوئلا کې د نیکلاس مادورو د ولسمشرۍ پر ضد اعتراضونه وکړل، خپل ځان د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ.