حيات‌الله حيات د کندهار او شاه محمود مياخېل د ننګرهار والیان ټاکل شوي

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم 

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي وايي، حيات‌الله حيات د کندهار او شاه محمود مياخېل د ننګرهار د والیانو په توګه ټاکل شوي دي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم دا خبر ازادي راډیو ته تأیید کړ.

حیات‌الله حیات د ننګرهار، هلمند او میدان وردګ د والي په توګه دندې ترسره کړي.

شاه محمود میاخېل بیا یو مهال د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه کار کړی دی.