چارواکي وايي، د سمنګان ولایت د درې صوف ولسوالۍ په ګوله کلي کې د وسلهوالو طالبانو په یوه حمله کې د ولسي ځواک ۱۰ سرتېري وژل شوي او د دوو ښځو په شمول اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو طالبانو پر دې کلي برید وکړ، خو د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه چې په جګړه کې اووه وسلهوال طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.