د متشبثینو عالي بورډ: په فراه کې د «میل ۷۸» بندر تړل شوی

ارشیف،د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ رحم الدین حاجي اغا

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له تېرې یوې نیمې میاشتې را په‌دېخوا افغان حکومت په فراه ولایت کې د «میل ۷۸» بندر تړلی چې له امله‌يې یو شمېر سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونو اوښتي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، په‌دغه بندر کې شااوخوا درې زره کارکوونکي او د فراه ولایت د درې ولسوالیو خلک د سوداګرۍ په چارو بوخت دي، خو د تړلو له امله‌یې چارې په ټپه ولاړې دي.

د دغه بورډ د معلوماتو له مخې د فراه ولایت د «میل ۷۸» بندر له لارې له ایران عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو نه افغانستان ته واردات کېږي.