اشرف غني: د ځمکني دهلېزونو جوړولو ته دې هم پاملرنه وشي

ارشیف، ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هوایي دهلېزونو تر څنګ باید د ځمکني دهلېزونو جوړولو ته هم پاملرنه وشي.

ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هوایي دهلېزونو له لارې صادرکوونکو سره په ګډه غونډه کې ټینګار کړی چې باید په کور دننه د پروسس پر مرکزونو پانګونه وشي.

نوموړي همدا شان ویلي چې ډېر ژر به په کابل کې د جلغوزیو د پروسس یوه ستره فابریکه جوړه شي، څو پروسس شوي افغاني محصولات بازار ته وړاندې کړي.

ولسمشر د هوایي دهلېزونو اقتصادي اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې دغه دهلېزونه د دې لامل ګرځي چې افغانستان په ځان بسیا کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې له قزاقستان، هند، سعودي عربستان، اروپا، چین، ترکیه او یو شمېرو نور هېوادونو سره د هوایي دهلېزونو له جوړېدو سره افغان سوداګرو ۱۲۰ میلیونه ډالر ګټه کړې ده.