خلک: لا هم د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې

د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لار

که څه هم په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو ویلي وو چې د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لاره‌يې پرانیستې ده، خو خلک وايي، دغه لاره لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

تېره ورځ په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لاره‌يې د وسله‌والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او د ټرافیکو پر مخ‌يې خلاصه کړې، خو خلک بیا وايي، لا نه‌ده پرانیستې.

دا چې د یادې لارې د خلاصون او بندښت په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، د ازادي راډيو خبریال سیمې ته تللې چې د نوموړي په وینا ستونزه لا پر ځای پرته ده.

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي، ډېر ژر به یاده لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور