افغان سیاستوال د طالبانو له سیاسي ډلې سره په مسکو کې غونډه کوي

ارشیف، د کرملېن ماڼۍ

سبا سې شنبه د روسیې په کوربه‌توب ځيني افغان سیاستوال د طالبانو له سیاسي ډلې سره په مسکو کې غونډه کوي.

د دوی غونډه چې دوه ورځې دوام کوي د افغانستان د حکومت کوم چارواکی په‌کې ګډون نه‌کوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ګڼ همکاران، د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید حنیف اتمر او ځیني نور سیاستوال چې په اوسني حکومت کې دنده نه‌لري، دې غونډې ته ورځي.

د مسکو د غونډې د برخه‌والو په هغه اعلاميه کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره پرون خپره شوې راغلي چې دا به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره لومړی ګام وي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د مسکو په غونډه کې له کابله د ورتلونکي پلاوي اساسي اهداف به پر بين‌الافغاني مذاکرو ټينګار او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نظام خونديتوب وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا پرون ویلي چې دا شورا به د مسکو د غونډې له نتایجو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.