د سوریې په ختیځ کې د پوځ د درنو وسلو په یوه هدف برید شوی

د سوریې یو پوځي چارواکی وايي، د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ پوځي ائتلاف د سوریې په ختیځ کې د پوځ د توپ‌خانې پر يوه مرکز برید کړی او دوه سرتېري یې ټپيان کړي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د دغه پوځي چارواکي په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی ویلي، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف الوتکې تېر ماښام د دیرالزور ښار په البوکمال سیمه کې د سوريې د عرب پوځيانو پر دغه هدف برید وکړ.

د خبر له مخې په برید کې یو توپ هم له‌منځه تللی.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ډګروال شان راین په یوه اېمېل کې ویلي:

"زموږ پر همکارو ځواکونو برید شوی و او هغوی له ځانه د دفاع حق درلود."

راین وویل، دا پېښه څېړل کېږي.

د امریکا په مشرۍ په پوځي ائتلاف کې د سوریې ډموکراتیک ځواک او د سوريې ملېشه شامل دي چې مشري يې د کُردانو هغه ځواک کوي چې د خلکو د خونديتوب قطعې يا «وای. پي. جي» بلل کېږي.

دوى په سوریه کې د داعش د وروستیو پاتې شویو غړو پر ضد جنګېږي.

داعش یا اسلامي دولت ډله په سوریه کې اوس یوازې پر ځینو کلیو کنټرول لري.