د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، غواړي چې په عراق کې د امريکا پوځي اډه پر خپل حال وساتي، څو پهدې ترتیب پر ایران له نږدې نظارت ولري.
ډونالد ټرمپ دا خبره پرون په یوه مرکه کې له «سي. بي. اېس» ټلوېزیون سره وکړه.
ټرمپ تېره میاشت پهدې اعلان چې له سوریې خپل ټول دوه زره پوځیان باسي د امریکا نړیوال متحدین حیرانه کړي وو.
هغه له «سي. بي. اېس» سره په مرکه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویېویل:
"موږ چټکې الوتکې او ښې بار وړونکې الوتکې لرو. کولای شو ژر بېرته راستانه شو، له سيمې څخه نهوځو، په عراق کې يوه پوځي اډه لرو چې فوقالعاده مرکز دى."
ټرمپ وویل، دا اډه په عراق کې ځکه فعاله ساتي چې پر ایران له نږدې نظارت ولري ځکه د ده په خبره دا هېواد یو مشکل دی.