د سولې شورا: تمه ده چې د مسکو ناسته د حکومت او طالبانو د خبرو زمینه برابره کړي

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د مسکو غونډه د افغانانو ترمنځ ده او داسې تمه کېږي چې دغه ناسته به وتوانېږي چې د افغان حکومت او طالبان ترمنځ د مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په هره هغه غونډه کې چې په هغې کې افغانان د جګړې په ختمېدو بحث وکړي، د افغانستان په خیر به وي.

دی زیاتوي:

"تمه لرو چې دا ډول غونډې چې د افغانانو ترمنځ وي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته به زمینه برابره کړي، څو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره په کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره تصمیم ونیول شي."

ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په مسکو کې د طالب استازو او یو شمېر سیاسي څېرو او په اروپا کې مېشتو افغانانو ترمنځ غونډه جوړه شي.

د راپورنو له مخې، یادې غونډې ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطامحمد نور، د حزب وحدت مردم اسلامي رهبر حاجي محمد محقق، د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل خان او یو شمېر نورې سیاسي څېرې وربلل شوې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او افغان حکومت ویلي چې په دې دلیل چې دغه غونډه نه شي کړای د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، حکومتي پلاوی هم په کې ګډون نه کوي.

په کابل کې د روسیې سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي، دغه غونډه په روسیه کې د مېشتو یوشمېر افغانانو په نوښت جوړه شوې او روسیه په کې هېڅ رول نه لري.

شااوخوا درې میاشتې وړاندې هم په مسکو کې ورته غونډه جوړه شوې وه چې په هغه کې د سولې عالي شورا یو شمېر استازو برخه اخیستې وه.

یو شمېر سیاسي څېرې چې د مسکو غونډې ته وربلل شوي، پخوا یې له طالبانو سره جدي اختلافات درلودل.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، معمولاً خبرې د هغو کسانو ترمنځ کېږي چې پخوا یې سره ستونزې درلودې.

د طالبانو د ډلې بیرغ

د نوموړي په وینا، له کړکېچه د مخنیوي لپاره یوځل بیا اړتیا لیدل کېږي چې مخالفې خواوې په خپلو کې سره کېني.

که څه هم مجاهد د مسکو غونډه ګټوره بولي، خو وايي چې تر کومه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، دوی له افغان دولت سره خبرو ته نه کېني.

په ورته وخت کې هغه افغان سیاسي څېرې چې د مسکو غونډې ته وربلل شوي، نن د یکشنبې په ورځ یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کور کې ناسته درلوده.

ښاغلي کرزي ته نږدې سړي کریم خرم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تمه ده چې دغه غونډه به بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي یو نږدې ملګری کریم خرم

​نوموړي وویل:

"د دغې غونډې مثبتې پایلې ته زیاتې هیلې شته، ځکه دا به د بین الافغاني خبرو لپاره لومړنۍ هڅه وي چې په هغې کې افغان سیاستوال ګډون کوي."

ښاغلی خرم دغه شان وايي چې د مسکو غونډه په روسیه کې د مېشتو افغانانو له لوري جوړه شوې او د روسیې حکومت په کې هېڅ رول نه لري.

د نوموړي په خبره، په راتلونکې کې به د دا ډول غونډو د جوړېدو لپاره هڅې دوام ومومي.

راپور: رحمت الله افغان