چارواکي: د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي

د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه وسله وال په هغو پوځي عملياتو کې وژل شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د نېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند احمد صادق عيسى وایي چې په شويو عملياتو کې ۳ نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.