چارواکي: په هلمند کې د عملياتو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي

د هلمند ولايت چارواکي وايي، د عملياتو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان وايي، د لښکرګاه- کندهار د لارې په مربوطاتو کې د شويو عملياتو له کبله د طالبانو د يوه مهم قوماندان په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپيان شوي دي.

عبدالسلام د وژل شوي طالب قوماندان نوم قاري جانان ياد کړی دی.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند ازادي راډيو ته وويل چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ١٠ کيلومتره پرمختګ کړی او د طالبانو ۸ مهم پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.