د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې د یوې ماشومې د ودولو مخه یې نیولې ده.
د فاریاب د پولیسو ویندوی عبدالکریم یورش پرون شنبه ناوخته ازادي رادیو ته وویل، پولیسو له یوه ۳۴ کلن سړي سره د میمنې ښار د یوې ۱۱ کلنې ماشومې د نکاح مخه ونیوله.
ده وویل:
"یوه نجلۍ چې کم عمره وه، یوولس کلنه ده، د فاریاب اصلي اوسېدونکې ده، غوښتل یې چې هغه یوه ۳۴ کلن سړي ته په نکاح ورکړي، له ښه مرغه د فاریاب د پولیسو په هڅه موږ د دې جبري واده مخه تر نکاح یو ساعت مخکې ونیولای شوه."
د فاریاب د پولیسو ویندوی د دې جبري واده انګېزه د نجلۍ د کورنۍ اقتصادي تنګسه وبلله.