د روسیې سفارت: د مسکو ناسته د روسیې د حکومت په بلنه نه جوړېږي

په کابل کې د روسیې سفارت

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په مسکو کې د افغانستان د حکومت د وسله والو او سیاسي مخالفانو غونډه د روسیې د حکومت په بلنه نه جوړېږي.

د روسیې سفارت وايي چې دا غونډه په روسیه کې د یو شمېر مېشتو افغانانو په نوښت جوړېږي او د روسیې حکومت په هغې کې هېڅ راز رول نه لري.

په کابل کې د روسیې د سفارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په دې غونډه کې به د روسیې د حکومت او دولت هېڅ چارواکی او نه هم د کوم بل هېواد کوم استازی ګډون وکړي.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت په دې ډ‌ول غونډو کې ګډون نه کوي، ځکه چې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په قول په راپورونو کې ویل شوي وو چې د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه به د افغانستان په اړه په مسکو کې کنفرانس جوړ شي.