اشرف غني: امنیتي او دفاعي ځواکونه د سلګونو نسلونو لپاره مبارزه کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، داسې سوله به راځي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول به په کې څرګند وي.

ولسمشر غني دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۲مه د ځانګړو عملیاتو د قول اردو درېیو منصبدارانو ته د مډالونو د ورکولو په مناسبت په یوه غونډه کې کړې دي.

ولسمشر ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د سل ګونو نسلونو لپاره مبارزه کوي.

د ارګ د خبرپاڼې به حواله، د دې قول اردو ځواکونو په وروستیو کې ۳۸ تنه ملکي افغانان چې د غزني د اب بند ولسوالۍ د المار په کلي کې وسله والو طالبانو بندیان کړي وو، ازاد کړي دي.

اوسمهال د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ۱۶ زره سلاکاران او روزونکي د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې مرسته کوي، مشوره ورکوي او نوي منصبداران روزي.