د افغانستان په مالیې وزارت کې د پیسو وجهي صندوق جوړېږي

د افغانستان مالیې وزارت د بېځایه شویو کورنیو، راستېندونکو کډوالو او امنیتي ځواکونو له کورنیو سره د مرستې لپاره د پیسو د يوه وجهي صندوق د جوړولو خبر ورکوي.

افغان حکومت بېځایه شویو کورنیو، راستنېدونکو کډوالو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو د کورنیو د غړو ستونزو ته د رسېدنې په هدف هڅه کوي چې د پیسو د يوه وجهي صندوق په رامنځته کولو سره د دغو کورنیو سره د ځمکو د وېش په برخه کې مرسته وکړي.

د مالیې وزارت چارواکي د يادو کورنیو د ستونزو د هواري لپاره د دغه صندوق جوړېدل مهم بولي او وايي چې ياد وجهي صندوق د ولسمشر په فرمان رامنځته کېږي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو امر فردین معرفتي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د دغه صندوق د رامنځته کولو هدف بېځایه شویو کورنیو، کډوالو او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو غړو ته د ځمکو او سرپناه برابرول دي، دغه صندوق په مالیې وزارت کې دی او د دغه وزارت له خوا کنټرولېږي، د دې کار لپاره باید يو شمېر کمېټې جوړې شي، چې کار پرې روان دی."

ښاغلی معرفي وايي، دغه کمېټې به شکایتونو ته رسېدنه کوي، ستونزې به هواروي او مستحقین به مشخص کوي.

نوموړی وایي، دغه صندوق د حکومت د ملي بودجې، نړیوالو ډونرانو، خصوصي سکټور او د ملي سوداګرو په مرسته تمويلېږي چې څارنه به یې د داخلي بېځایه شویو کورنیو کمېټه، اجرائیه ریاست او د ولسمشر په مشرۍ د مهاجرت عالي کمېسیون کوي.

د افغانستان د ماليې وزارت د چهارشنبې په ورځ د بېځایه شویو او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره د مرستې لپاره د پیسو د وجهې صندوق د جوړولو د میکانیزم طرحه د بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د کمېټې په اجرائیوي ناسته کې شریکه کړه چې ومنل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو شمېر ۹ میليونه او شپږ لکه او د داخلي بېځایه شویو شمېر بیا نږدې دوو میليونو تنو ته رسېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د پیسو د دغه صندوق د جوړولو طرحه د افغان حکومت ده چې د نړیوالو بنسټونو په هوکړې جوړېږي.

ښاغلي بلخي وویل چې دغه مرستې ټولو هغو کسانو پورې اړوندې دي چې هېواد ته راستانه شوي او یا هم په کور دننه بېځایه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

دی وایي:

"دغه وجهې صندوق په ټوله کې د راستنېدونکو لپاره دی، زموږ کوم هېوادوال چې له نورو هېوادونو راځي، له هغوی سره هم د دغه صندوق له لارې مرستې کېږي، یعني په ټوله کې راستنېدونکي کډوال، بېځایه شوي او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره په دې کې مرستې شاملې دي، اوسمهال موږ له هېواده بهر شپږ نیم میليونه کډوال لرو چې په تدریج سره هېواد ته راځي."

هڅه مو وکړه چې په هېواد کې د امنیتي سرتېرو د شهیدانو د کورنیو د شمېر په اړه هم معلوماتو ترلاسه کړو، خو بریالي نشو.

په ورته وخت کې يو شمېر حقوقي کارپوهان د حکومت له خوا د دغه صندوق جوړېدل يو غوره اقدام بولي، خو ټینګار کوي چې له لارې یې راټولېدونکې مرستې باید مستحقو خلکو او کورنیو ته ورسېږي.

له دې ډلې د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، حکومت دې په دې برخه کې د فساد د مخنیوي او د شفافیت د رامنځته کولو لپاره يوه ځانګړې کمېټه وګماري چې مستحقین په نښه او دغه مرستې په عادلانه ډول ووېشي.

راپور: محمد واصل وصال