ساینسپوهان: ښايي چې یوه اسماني ډبره پرون په کیوبا ټاپو کې لګېدلي وي

د امریکا د هواپېژندنې اداره او کیوبايي ساینسپوهان وايي، ښايي چې یوه اسماني ډبره د جمعې په ورځ د کیوبا په یو لوېدیځ ټاپو کې لګېدلي وي.

د فلوریډا ایالت په کې ویسټ سیمه کې د امریکا د هوا پېژندنې د ادارې دفتر ویلي، ښايي رادارونو دا پېښه ثبت کړي وي.

د کیوبا دولتي رسنیو ددې هېواد په لوېدیځ کې د سېلانیانو اوځايي اوسېدونکو له خولې ویلي، په اسمان کې یې یوه وړانګه لیدلې او ورپسې یوه چاودنه هم اورېدل شوې ده.

د ساینسپوهانو په باور، په غالب ګومان دا یوه اسماني ډبره وه چې دغلته په یوه ټاپو کې لګېدلې ده.

په کیوبا کې د سي این این د دفتر مشر هم د کیوبا د وینیلز ښار د اوسېدونکو له قوله ویلي چې پرون ماسپښین یې د یوې چاودنې غږ اورېدلی دی.

وینیلز د کیوبا د مرکز هوانا په جنوب لوېدیځ کې ۱۸۰ کلیومتره لېرې پروت دی.

دا د سېلانیانو د ګڼې ګوڼې یوه سیمه ده.