د نيمروز والي وايي، له ايران څخه هره ورځ تر ٢٠٠ پورې روږدي کسان هم د افغانستان خاورې ته اخراجېږي.
سيد ولي سلطان نن جمعه د ازادي راډيو ولايت په ولايت پروګرام کې د خبرو پر مهال وويل:
"هغه کسان چې د دوى په اصطلاح له ايران څخه رد مرز کېږي، په دوى کې د ورځې له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې معتادين زموږ خاورې ته راشړل کېږي. موږ د دوى د تداوۍ لپاره مرکزونه لرو."
د نيمروز والي وايي، په دې ولايت کې د معتادانو د درملنې يو خصوصي مرکز فعال و، خو په وروستيو کې يې د اقتصادي ستونزو له کبله فعاليت په ټپه درېدلى دى.
سيد ولي سلطان وايي د روږدو کسانو د درملنې دولتي صحي مرکز د ټولو معتادانو د درملنې ظرفيت نه لري.
ايراني چارواکو تر اوسه د افغانانو او د هغوى په منځ کې د معتادانو د اخراج په اړه تبصره نه ده کړې.