د سولې شورا د افغان سولې په تړاو د تماس د نړېوالې ډلې ناسته هېله بخښوونکي ګڼي

آرشیف/ د تماس د نړیوالې ډلې ناسته

د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو هڅو ته په پام سره د افغانستان د سولې عالي شورا په لندن کې د تماس د نړیوالې ډلې ناستې ته خوشبینې څرګندوي او دغه ناسته د سولې خبرو اترو لپاره هېله بخښوونکي ګڼي.

د افغانستان سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د تماس نړېوالې ډلې د غړیو هېوادونو ژمنو ته په کتو هېله‌مند دي چې دا ناسته د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره ګټوره نتیجه ولري.

د افغانستان سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"د لندن په ناسته کې چې کومې خبرې اترې شوي او هېوادونو ترې خپل ملاتړ اعلان کړی او همدارنګه یو شمېر هېوادونو خوشبینې ښودلې چې د تېر په پرتله اوس مهال د سولې پروسه ښه پر مخ ځي، اساسي بحث دا دی چې څنګه موږ کولای شو په هم‌غږۍ مخته لاړ شو، څو د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې مستقیم مذاکرات ترسره شي."

د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د اسانتیاوو برابرول، له دې پروسې د هېوادونو ملاتړ او د هم‌غږي رامنځته کول له هغو مواردو دي چې د لندن په یو ورځنۍ ناسته کې پرې خبرې شوي.

په دې اړه نور: د تماس نړیوالې ډلې د افغانستان پر مسایلو بحث وکړ

د سولې عالي شورا وايي، د تماس د نړیوالې ډلې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۲۶ هېوادونو استازو برخه اخېستې وه او په‌دغه ناسته کې د سولې وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

له دې ټولو سره د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي چې د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس هم دی د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې ګډون کړی وو.

ښاغلي داوودزي تردې وړاندې پاکستان، هند او چین ته هم سفرونه درلودل.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چین ته د ښاغلي داوودزي د سفر پر مهال د افغانستان او چین ترمنځ په ګډو همکاریو، د افغانانو په مشرۍ د سولې په خبرو اترو، د سولې په سمه‌ییزې اجماع او یو شمېر نورو مسایلو خبرې شوي.

ښاغلي داوودزي چین ته د سفر پرمهال د هغه هېواد له چارواکو هم غوښتي چې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو اترو د پیل او د پروسې د چټکتیا لپاره خپل رول ولوبوي او چین هم ژمنه کړې چې له دې پروسې به ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا یو ځلي بیا د سولې په پروسه کې د چین په رول ټينګار کوي او په‌دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

له دې ټولو سره د تماس نړېوالې ډلې ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې پرمختګونه شوي دي، زلمي خلیل ‌زاد پر ټویټر لیکلي دي چې د سولې روان بهیر په تړاو باید په بیړه قضاوت ونه شي.

ښاغلي خلیل زاد ویلي، د موضوع حساسیت ته په کتو نه‌شي کولای چې ټول مسایل علني کړي.

نوموړي تر دې مخکې ویلي چې د سولې کیلي په افغانستان ده.

خو ولسمشر غني په‌دې غبرګون کې ویلي چې د سولې کیلي په افغانستان خو د جنګ کیلي د پاکستان په اسلام‌اباد، کوټه او راولپنډۍ کې ده.

ښاغلي غني ویلي، سوله د تړلو دروازو تر شاه د اقلیتونو له خوا نتیجه نه ورکوي او په وینا یې چې نړیوالې ادارې هم د سولې په برخه کې کافي تجربه نه‌لري.

له دې ټولو سره د ولسي جرګې د ادارې پلاوي ځيني غړي بیا د سولې په برخه کې د نه‌همغږۍ په اړه اندېښه ښیې.

د جرګې منشي عرفان الله عرفان د جمعې په ورځ په‌دې اړه وویل:​

آرشیف/ د ولسي د جرګې منشي عرفان الله عرفان

"د هغه څه په اړه چې موږ اندېښمن یو، دا دي چې د سولې په پروسه کې د بېلابېلو لورو مداخلې شوي دي، امریکا، اروپا، د تماس نړېواله ډله او ګاونډي هېوادونه هر یو خپل اهداف څاري چې دې یو ډول ستونزه جوړه کړې ده، زموږ غوښتنه دا ده چې باید یو واحد دریځ رامنځته شي."

ښاغلي عرفان وویل، د سولې خبرو اترو د پیل لپاره اړتیا ده چې دغه هڅې هم‌غږي شي.

د ښاغلي عرفان په خبره د سولې په خبرو کې هېوادونه خپلو ګټو ته ګوري او تر اوسه افغانستان ترې مثبته نتیجه نه‌ده اخېستې.

راپور: ناجیه ساپۍ