په عراق کې د تاجکستان پنځه ښځينه وګړي په بند محکومې شوې

په عراق کې د تاجکستان پنځه ښځينه وګړي له افراطي ډلې داعش سره په اړيکو له تورنېدو وروسته په عمري بند محکومې شوې.

د عراق او کویټ لپاره د تاجکستان سفير زبيداله زبيدزاده ازادي راډيو ته وويل، دغه پنځه ښځې پرون پنجشنبه محکومې شوې دي.

د هغه په خبره د دغو ښځو د محکومېدو پر مهال په بغداد کې د تاجکستان د سفارت يو چارواکى حاضر و.

د زبيدزاده په خبره د تاجکستان د يوه بل وګړي محکومېدل وروسته له هغې وځنډېدل چې عراقي چارواکي ورته د ازبکۍ ژبې د ترجمان په موندلو بريالي نه شول.

د تاجکستان د چارواکو په خبره په وروستيو کې په عراق کې درې څلوېښت تاجکۍ ښځې له داعش سره د ارتباط په تور په بند محکومې شوې دي.

د تاجکستان چارواکي وايي، په سوريه او عراق کې په وروستيو کلونو کې د تاجکستان ١٩٠٠ وګړو د داعش تر څنګ په جګړو کې برخه اخېستې ده.