په ايران کې د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کليزه لمانځل کېږي

په ايران کې د هغه اسلامي انقلاب څلوېښتمه کليزه لمانځل کېږي چې په نتيجه کې يې شاه له واک څخه وپرځول شو.

د دغه انقلاب بريا په ايران کې دوه نيم زره کلنې شاهي واکمنۍ د پاى ته رسېدو سبب شوله.

د ١٩٧٩میلادي کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ايت‌الله روح الله خميني تر ١٤ کلنې جلاوطنۍ وروسته له فرانسې څخه ايران ته ستون او د اسلامي جمهوريت مذهبي مشر شو.

نن په ټول ايران کې پر ځايي وخت ٩ بجې او ٣٣ دقيقې ټيک هغه وخت چې څلوېښت کاله مخکې د تهران پر نړيوال هوايي ډګر د خميني الوتکه کښېناسته، زنګونه وکړنګول شول.

د کليزې دغه مراسم چې د اسلامي انقلاب د سهار لسيزه يې بولي، لس ورځې دوام کوي.