په دایکنډي کې ترافیکي پېښې ۶ کسان وژلي او ۸ یې ټپیان کړي

د دایکنډي ولایت چارواکي وايي، د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د والي ویاند علي اکبر ناطقي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، پېښه تېر ماښام په مرکز نیلي کې شوې ده:

"په مرکز کې ټرافيکي پېښه شوې چې په نتيجه کې يې ٦ کسان مړه شوي او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي. د پېښې علت ښايي خراب سړکونه او هغه درنه واوره وي چې په وروستيو کې ورېدلې ده."

ولايتي چارواکي وايي، په ټپيانو کې چې ټول روغتون ته انتقال شوي، د ٢ کسانو وضعيت نازک دى.

د ولايتي شورا يوه غړي د دې پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ګڼلې ده.