د سرپل چارواکي: په سوزمه قلعه کې ٦ افغان پوځيان وژل شوي

د سرپل د والي وياند ذبيح‌الله اماني

د سرپل ولايت چارواکي وايي، په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د دولت د وسله‌والو مخالفانو په حملو کې ٦ افغان پوځيان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د وسله‌والو دغو حملو چې تېره شپه ناوخته پيل شوې وې، څو ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې د دولت ګڼ مخالف وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح‌الله اماني نن سهار ازادي راډيو ته وويل:

"د امنيتي ځواکونو ٦ تنه غړي شهيدان شوي او ٧ تنه ټپيان دي. ساحې ته د مرستندوى او ضربتي ځواک له رسېدو سره سم د دښمن حملې په شا تمبول شوي دي."

ښاغلى اماني وايي، په‌دغو حملو کې د دولت د وسله‌والو مخالفانو د وژل شويو غړو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌لري.

د دولت وسله‌والو مخالفانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.