د فراه چارواکي: د ګوزڼ ضد له واکسينه په سلګونو ماشومان بې برخې دي

د فراه ولايت چارواکي وايي، د ګوزڼ يا پوليو ضد له واکسين څخه په فراه کې په سلګونو ماشومان بې برخې پاتې شوي دي.

د دوى په وينا توانېدلي په تېره جنورۍ مياشت کې د واکسين په لومړۍ دوره کې شا و خوا ٢ لکه ماشومان واکسين کړي.

د فراه د کتلوي معافيت امر عبدالواحد وحيدي ازادي راډيو ته وويل، هڅه کوي له واکسينه پاتې ماشومان په بله دوره کې واکسين شي:

"شاو خوا ٧٠٠ يا ٨٠٠ ماشومان له واکسينه بې برخې پاتې شوي دي. ځکه ځيني کورنۍ نه‌دي حاضرې شوي خپل ماشومان واکسين کړي."

د افغانستان چارواکي وخت ناوخت د دولت وسله‌وال مخالفان تورنوي چې د ګوزڼ ضد واکسين مخه نيسي.

په ٢٠١٥میلادي کال کې د فراه ولايت په ګلستان او بالابلوک ولسواليو کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.