له افغانستان او سوريې نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه مخالفت

د متحده ایالاتو سنا جرګې چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي د یوې لایحې په تصویبولو سره له افغانستان او سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پلان سره مخالفت څرګند کړ.

په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ډموکراټانو په ملاتړ سره دې لایحې ته د ۲۳منفي رأیو په مقابل کې ۶۸ مثبتې رأی ورکړي.

په‌دې لایحه کې راغلي دي چې په افغانستان او عراق کې داعش ډله لا هم فعالیت لري او دا ډله د متحده ایالاتو لپاره جدي ګواښ دی.

د امریکا ولسمشر د تیرې دسمبر میاشت په ۱۹مه نېټه له سوريې څخه د دوه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.

د ولسمشر ټرمپ دا اعلان د کانګرس غړو او په نړۍ کې د امریکا متحدانو ته حیرانونکی و.

امریکايي مقاماتو له دې جملې مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان کې هم د امریکايي سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.