د تماس نړیوالې ډلې د افغانستان پر مسایلو بحث وکړ

عکس: ارشیف

د تماس نړیوالې ډلې پرون د افغانستان پر مسایلو او له هغې ډلې د سولې د روانو هڅو په اړه بحث وکړ.

د برتانیا په کوربه توب دا غونډه پرون په لندن کې جوړه شوه. په لندن کې د افغانستان سفیر سیدطیب جواد پرون ماښام له لندنه په ټلفوني خبرو کې آزادۍ راډیو ته وویل: کټ جواد

" د تماس نړیوالې ډلې دوره يي غونډې د افغانستان د پرمختګونو، په حکومت کې د اصلاحاتو او له روانو پروګرامونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر نویو ژمنو بحث کوي او په لندن کې په سږنۍ غونډه کې یې هم د افغانستان روان مهم مسایل یاد شول."

په پرونۍ غونډه کې د ۲۶ هېوادو استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیوچارووزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د منځنۍ او جنوبي آسیا په چاروکې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان او د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمدعمر داودزی هم حاضر و. د تماس نړیواله ډله په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د مسایلو په اړه د بحث لپاره جوړه شوه.