امریکا له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د وینزویلا موقت حکومت په رسمیت وپېژني

امریکا له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د وینزویلا د اپوزیسیون د مشر خوان ګوایدو موقت حکومت په رسمیت وپېژني.

د لاتینې امریکا په چارو کې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې کیمبرلي برایر Kimberly Breierپرون د ګوایدو د موقت حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې د اروپايي پارلمان مثبته رایه وستایله، که څه هم دا اقدام د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي نه شي بدلولای.

مېرمن برایر له ټولو اروپايي هېوادو غوښتنه وکړه چې ګوایدو د وینزویلا د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني او په دې توګه د دې هېواد د خلکو او موقت حکومت ملاتړ وکړي.

ولسمشر ډونالډټرمپ هم پرون وویل، د نړۍ هېوادونه به آخر پوه شي چې د ګوایدو د حکومت رسمیت پېژندنه یې په ګټه ده.

ګوایدو تېره اونۍ په داسې حال کې ځان د موقت حکومت مشر اعلان کړ چې نیکولاس مادورو په انتخاباتو کې له بریا وروسته د ولسمشرۍ د نوې دورې لپاره لوړه کوله. د امریکا، کاناډا، برازیل او ارجنټاین په ګډون څه باندې شلو هېوادونو د ګوایدو موقت حکومت په رسمیت پېژندلی دی.