اسدالله خالد په کندهار کې د راتلونکو عملیاتو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد پرون کندهار ته د سفر پرمهال د وسله والو مخالفینو پرضد د هېواد د امنیتي ځواکونو د راتلونکو عملیاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړې.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ ویاند صادق عیسی تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات میلر هم له ښاغلي خالد سره په دې سفر کې ملګری و.

د ښاغلي عیسی په وینا خالد او مېلر له ولایتي چارواکو سره په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ او د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته یې د وسله والو مخالفینو پرضد د راتلونکو عملیاتو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په کندهار کې په تېرو څو کلونو کې امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه و، خو د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته د دې ولایت د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې.