په یمن کې له نیم میلیون زیات ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې یوازې د تیرو شپږو میاشتو جګړو له کبله له نیم میلیون زیات ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسیف پرون وویل چې ډېری دا ماشومان په بندري ښار حُدیده کې د ۲۰۱۸ کال په جولای او اګست میاشتو کې د جګړو له کبله بېځایه شوي او اوس یوه تیاره برخلیک ته انتظار باسي.

د یمن لپاره د یونیسیف مشر میریت ایکسیل ریلانو له پلازمېنې صنعا څخه رویټرزخیریه بنسټ ته ویلي چې دا ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دي او د ناروغیو او لوږې له زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې سیف دې چیلدرن ویلي چې په حُدیده کې د جګړو له موقتي بندیدو سره سره زرګونه کورنۍ د جګړو د بیا پیلېدو له ویرې له دې ښاره په تېښته دي.

په دې جګړو کې ایران پلوه حوثي ملېشې او ولسمشر عبدالربو منصور هادي ته وفادار ځواکونه چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي ښکېل دي.