د پروان ولایت ۴۵ تنه ښوونکي د طالبانو له بنده خوشې شول

د پروان ولایت ۴۵ تنه ښوونکي چې دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو نیولي وو، پرون له بنده خوشې شول.

د پروان ولایت د سیاګرد ولسوال نورآقا سامع تېرماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ د دریو ښوونځیو دا ښوونکي په داسې حال کې نیولي وو، چې غوښتل یې د موبایل ټلفونونو په وسیله خپلې تنخواه ګانې واخلي.

ښاغلی سامع وايي، وسله والو طالبانو د دې ښوونکو موبایلونه مات کړل او وروسته یې خوشې کړل.

د سیاه ګرد ولسوال همداراز وايي طالبانو څو ورځې مخکې د دې ولسوالۍ د یوبل ښوونځي یوشمیر ښوونکي هم د موبایل ټلفون له لارې د خپلو تنخواګانو د ترلاسه کولو په خاطر تښتولي وو، او له وهلو، ټکولو وروسته یې خوشې کړل.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.