کورنیو چارو وزارت د سیګار په غبرګون کې: د لیکو په شمېر کې بدلون نه‌دی راغلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د لیکو په شمېر کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د سیګار د وروستي راپور له مخې چې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه خپور شو راغلي، په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې ګړندۍ شوې دي، د تېر کال په مقایسه سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د سیګار د راپور له مخې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر ۳۰۸۶۹۳ تنو ته راکم شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي دغه راپور ته په اشارې ازادي راډیو ته وویل:

"که د کورنیو چارو وزارت له موقفه ستاسو سره وغږېږم، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تشکیل کې هېڅ کموالی نه‌دی راغلی. موږ اوس‌مهال هم ۲۵۰۰ تنه ریزرف ځواکونه لرو."

د ښاغلي رحیمي په خبره له دغو ریزرف ځواکونو څخه د تلفاتو یا د دندې د پرېښېدو په صورت کې د ملي او سیمه‌ییزو پولیسو او د عامه نظم د پرسونل د پوره کېدو لپاره کار اخیستل کېږي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په‌داسې حال کې چې ټاکل شوې د فبرورۍ پر ۲۵مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې خبرې بیا پیل شي او د احتمالي اوربند او له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو موضوع به د دې خبرو په اجنډا کې وي، نو د لیکوال په خبره د بهرنیو ځواکونو د وتلو احتمال به افغان امنیتي ځواکونه تر لا ډېر فشار لاندې راولي.

د سیګار وروستی راپور وایي، د افغانستان حکومت د دغه هېواد پر ۵۳،۸ فیصده خاوره کنټرول لري.

سیګار لیکي، د افغانستان پاتې سیمې د طالبانو په واک کې دي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان ۳۹۶ ولسوالۍ لري.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، د دولت وسله‌وال مخالفین د دې هېواد هېڅ ستراتېژیکه سیمه په واک کې نه‌لري.

رحیمي زیاته کړه:

"موږ نه‌وایو چې هېڅ سیمه د طالبانو په واک کې نه‌ده، بلکې هغوی هېڅ ستراتېژیکه سیمه په اختیار کې نه‌لري. هغه څه چې موږ یې تأییدوو یوازې ۱۹ ولسوالۍ دي چې د افغانستان د دښمنانو په اختیار کې دي، پاتې ټولو سیمو باندې د افغانستان اسلامي جمهوریت مطلق حاکمیت لري."

د ښاغلي رحیمي په خبره په وروستي کال کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ډېر وو، خو د ده په وینا په وروستیو څلورو میاشتو کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د تهاجمي او تعرضي بریدونو په ډېرېدو سره د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.