رحیمي: په کابل کې د نشه‌يي موادو ۲۰ پرچون خرڅوونکي ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د نشه‌يي موادو شل تنه پرچون خرڅوونکي نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دا شل تنه چې د کابل ښار په لسو بېلابېلو حوزو کې نیول شوي، د نشه‌يي موادو د وېشلو او خرڅولو شبکې غړي دي.

د یادونې وړ ده چې په نیول شویو کې کسانو کې هغه پنځه تنه هم شامل دي چې څه موده مخکې یې د کورنیو چارو وزارت نومونه خپاره کړي او له عامو خلکو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه.