په هلمند ولایت کې د ملي امنیت او پولیسو ګډو ځواکونو د نشهيي موادو یوه کارخانه ویجاړه کړې ده.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د نشهيي موادو د جوړولو یوه کارخانه ویجاړه کړې چې د طالبانو په سرې قطعې پورې يې اړه درلوده.
د نشهيي موادو د جوړولو له دې کارخانې څخه ۵۰۰ کیلو ګرامه مورفین او ۴۱۱ لېټره کېمیاوي مواد تر نیولو وروسته همالته ځای پر ځای وسوځول شول.