د نیمروز پولیسو څو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او د نشې ګولۍ نیولي

د نیمروز ولایت پولیسو څو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او د نشې ګولۍ نیولي دي.

د نیمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت پولیسو ۱۸کیلو ګرامه امفیتامین یا شیشه، اووه نیم کیلو ګرامه هیروئین او ۳۳ زره ټابلېټ (K) ګولۍ نیولي دي.

دا نشه‌يي مواد په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د نیمروز ولایت د ابرېشم پل له لارې یې له هېواده دباندې قاچاق کړي.

یاده دې وي چې د دې پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.