د ننګرهار ولایت پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې نېږدې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشهيي موادو نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر لهخوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار کې ۳۷ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.
د يادونې وړ ده چې دا چرس جلال اباد ښار ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې پولیسو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو تن له ۱۴۰کیلو ګرامه چرسو سره نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړی دی.