په اروپا کې د بشري حقونو محکمه د روسیې د قضیې په اړه پریکړه کوي

په اروپا کې د بشري حقونو محکمه به نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، له روسیې د ګرجستان د وګړو د اخراج پر پېښه چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې شوې وه، خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ګرجستان ادعا کوي چې د روسیې چارواکو په هغه هېواد کې د مېشتو ګرجیانو د توقیف او د هغوی د اخراج لپاره ځانګړې پالیسي عملي کړې وه چې د بشري حقونو په اړه د اروپايي اتحاديې کنوانسیون تر پښو لاندې کوي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په‌دې اړه په حکم کې د ګرجستان ادعا تأیید کړې وه. خو روسیې د استېناف غوښتنه کړې وه.

د ګُرجستان حکومت وايي چې روسیې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ میلادي کال تر منځ د ۴۶۰۰ ګرجیانو د اخراج حکم صادر کړی او تر ۲۳۰۰ زیات وګړي یې نیولي او اخراج کړي دي.