د کابل په میربچه کوټ یو مسافر وړونکی موټر له سړکه اوښتی

د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی او ۱۴ تنه په‌کې زخمیان شوي دي.

د میربچه کوټ ولسوال، عبدالرحیم راشد نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې دا موټر د افغانستان شمال ته روان و.

په پېښه کې زخمیان د کابل اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راشد په وینا، د زخمیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ و.

په افغانستان کې د سړکونو خرابي، د موټرو زیاتوالی او د یو شمېر موټر چلونکو بې احتیاطي د داسې پېښو اصلي عوامل بلل کېږي.