د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر خلکو نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، د ولسوالۍ دفتر ته مخامخ خېمې درولي او د ولسوالۍ کارکوونکي يې له کاره منع کړي دي.
اعتراض کونکي ادعا کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوی د ولسوالۍ سمې رأیې باطلې کړي دي.
هغوی له کمېسیونه غوښتنه کړې چې د رأیو باطلېدو پرېکړه واخلي یا دې له سره په ځاځي اریوب کې انتخابات وشي.
خو په پکتیا کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې دوی کره شواهد درلودل چې په ځاځي اریوب او لجې منګل ولسوالیو کې د انتخاباتو په پروسه کې پراخه درغلي شوې او له دې امله یې ټولې رأيې باطلې کړي دي.